راز دمینی می رسوا شو خلک په کاڼو می ولی
د جانان د کلی خلک له خپل کلی نه می شړی
مینه خپله ریاضت دی مینان پری پوهیږی
د ګناهو تهمتونه غما زان ما پسی تړی
دوکتور مل
**************************
ښکلی یار
له نیم کشی دروازی نه سر را وویسته نګار
د باڼو غشی ځما په ځګر وویشته دلدار
ما لا ځان سم کړی نه وه یار پناه شو له سترګو
بیا می ونه لید تر ننه در وازه کی ښکلی یار
دوکتور مل
**********************
راز ساتنه
د خپل مور تر شا ولاړ یار په خندا شوه
ما چی وکتل هغه ته وارخطا شوه
اشاره کړه چی می مور لا خبر نه دی
مور ته مخه کړه له ما ځنی په شا شوه
دوکتور مل
*****************
مړوندونه
د چینی پر سر نګار مړوندونه پریمینځل
په کمین کی ورته ناست اوم نګار نه پوهیدل
یو نا څاپه پر ما ولګید سترګی د نګار
زر پلووکش کړه پر مخ له چینی وخوځیدل
دوکتور مل
-----------------------------------------------------------------